ازبین کې طالبان نیول شوي

comments 0

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت د سروبي ولسوالۍ اوزبین سیمه کې عملیات کړي دي.
ددغه وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغو عملیاتو کې شپږ تنه چې دولت ضد ډلو سره یې تړاو درلود نیول شوي دي.
دغه عملیات تیره شپه د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو پولیسو قطعاتو کړي دي.
سرچېنې نیول شوي کسان طالبانو سره په همکارۍ تورن کړي.
د سروبي او اوزبین مخورو او سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments