ازبکستان د افغان سولې کوربه دی

comments 0

0 Views

هندوکش – ازبکستان: راپورونه د ازبکستاني چارواکو له قوله وایي، ازبکستان به ډېر ژر د افغانستان د سولې په تړاو د ناستې کوربه وي.
ازبکستاني چارواکو ویلي دغه ناسته چې د مارچ په ۲۶ نیټه تاشکند کې جوړېږي، چې جمهور رییس غني به هم په کې ګډون وکړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی چې په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوټریس، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فدریکا موګریني او د سیمې هېوادونو استازي برخه واخلي.
د راپورونو له مخې په دې ناسته کې به د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وشي او د ټیکاو راتلو په لارو چارو به بحث وشي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply