ازبکستان د افغان سولې کوربه دی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: سبا دوشنبه ازبکستان د افغان سولې پر سیاسي حل د خبرو لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه دی.
د تاشکند غونډه کې به د افغان حکومت استازو سربیره د ملګرو ملتونو، متحده ایالاتو، روسیې، چین، اروپايي ټولنې، پاکستان، سعودي عربستان، ایران او متحده عربي اماراتو استازي ګډون وکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وار له مخې بیا ویلي، د تاشکند غونډه کې د طالبانو پلاوی ګډون نه لري دا یواځې د دولتونو لوړ پوړو چارواکو او استازو غونډه ده.
تمه ده چې په دا ډول غونډو کې به د افغان سولې په تړاو هر اړخیز نظرونه وړاندې شي چې کولای شي د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments