ازبکستان او افغانستان سوداګري ته پراختیا ورکوي

comments 0

هندوکش – ازبکستان: د ازبکستان ځایي رسنیو په حواله ازبکستان پام کې لري چې افغانستان سره خپلې سوداګري او اقتصادي برنامه ته پراختیا ورکړي.
د ازبکستان رسنۍ لیکي چې د راپورونو له مخې ازبکستان ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ په وده او پراختیا کې مرسته وکړي.
په تیره د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې دمګړی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوادګرۍ ۱۸ سلنه وده کړې ده او تمه ده چې تر دې هم دا کچه لوړه شي.
د ازبکستان اقتصاد وزرات بیا وایي چې دمګړی افغانستان او ازبکستان د ۶۱۷.۱ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه لري.
دغه هېواد ژمنه کړې چې افغان سوداګرو ته به پخپل هېواد کې فرصتونه او اسانتیاوې برابروي همدا راز به هڅه کوي چې د سوداګرۍ کچه له هرې ممکنې لارې لوړه کړي.
د راپورونه په اساس افغان لوري هم په دې بحث کې ویلي چې باید د سوداګرۍ کچه لوړه شي او ازبکستان نه یوازې دا چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې همکاري وکړي، بلکې په افغانستان کې دې پانګونې ته هم زړه ښه کړي.
محمد امان دوران

Comments