ازبکستان اسلامي تحریک افغانستان کې ماشومان ځانمرګو بریدونوته هڅوي

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: داعش ډله اوس مهال د ازبکستان اسلامي تحریک لپاره زمینه مساعده کړې ترڅو خپل فعالیت جوزجان کې لاډیر کړي.
جوزجان کې چارواکي وایې چې ازبکستان اسلامي تحریک په درزآب کې ماشومانو ته د ځانمرګو بریدونو روزنه ورکوي.
د درزاب ولسوالې سرپرست بازمحمد داور وایي داعش د درزاب ولسوالۍ په سردرې او مغل القاني سيمو کې د ازبکستان اسلامي تحريک فعاليت ته زمينه برابره کړې ده چې تحريک هم له همدې فرصته په استفادې خپل فعاليتونه پراخ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې هم داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې د ازبکستان د اسلامي تحريک د پخواني رهبر طاهر يولداش زوی د سرپل ولايت صياد ولسوالۍ ته تللی او هلته يې د داعش وسله والو پر تنظيمولو کار پيل کړی دی.
عبدالله نوری د درزاب امنیه قوماندان وایي د يولداش زوی د يو شمېر پاکستانيانو په مرسته په دې سيمه کې ځانمرګي بريدګر روزي. نوموړې وايي، د ازبکستان اسلامي تحريک ماشومان د پیسو په بدل کې ترهګريزو فعاليتونو ته هڅوي، که راضي شي ښه؛ کنه په زوره يې له ځان سره بيايي.
د سيمې اوسېدونکي هم وايي چې د يولداش زوی د ترهګرو پر روزلو بوخت دی او که په وخت يې مخنيوی و نه شي، فعاليتونه به یې لا ډېر پراخ شي.
تردې مخکې د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې هم داسې ګنګوسې وې چې داعش ډله ماشومانو ته د ترهګرو بریدونو روزنه ورکوي خو تردې دمه بیا دولت په دې اړه څه نه دي ویلي
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply