ازادو اوبو کې د کښتیو څانګه جوړیږي

comments 0

هندوکش – کابل: ټولګټو وزارت په پام کې لري چې، په ازادو اوبو کې د افغانستان پر بیرغ د کښتیو یوه څانګه جوړه کړي.
تیره ورځ په هغه مراسمو کې چې افغان صادرات د چابهار بندر له لارې هند ته لېږدول کېدل، د ټولګټو وزیر یما یاري وویل، د تیرو کلونو په پرتله د افغانستان صادرات ۳۰ سلنه زیات شوي او ډیری یې د نویو لارو په وسیله ترسره شوي.
یاري وویل، په پام کې لري چې ازادو اوبو کې د افغانستان پر بیرغ د کښتیو یوه څانګه جوړه کړي.
په دې سره افغانستان سمندر ته لاره پيدا کړه چې کولای شي ارزانه او اسانه سوداګري وکړي.
د سمندري لارې سره افغان محصولات او تولیدات بهرنیو بازارونو ته لار پيدا کوي چې ورسره به سوداګري پراخه او مارکیټ ته به لاس رسی اسانه شي.
سپوږمي پوپلزي

Comments