اریوب ځاځیو کې پر طالبانو چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – پکتیا: د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې څلور وسله وال طالبان په خپل بم ووژل شول.
د امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي چې وسله والو غوښتل په پیکپ موټر کې له تنګه سیمې چاودیدونکي توکي یوې بلې سیمې ته انتقال کړي چې چاودنه یې پرې کړې او د یوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.
د تبسم په خبره، دا چاودنه نن سهار رامنځ ته شوې او طالبانو غوښتل چاودیدونکي توکي ښار ته انتقال کړي.
تراوسه د وژل شویو طالبانو هویت نه دی ښودل شوی، خو ځینې راپورونه وايي چې د طالبانو یو مهم ځايي قومندان پکې وژل شوی دی.
عمران احمدزې

Comments