ارګ په بارکزي برید غندلی

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو پر مخکیني استازي عبیدالله بارکزي برید وغانده.

ارګ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، بارکزی د ملي او وطنپال افغان په توګه د هېواد له پرمختګ، امنیت او ثبات سره مینه درلوده او په همدې موخه یې تل د قانون د حاکمیت او ملي ګټو ملاتړ او دفاع کوله.

ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو مخکینی استازی عبیدالله بارکزی تیره ورځ ماسپښین مهال د کندهار ښار شپږمې حوزې اړوند سیمه کې ناپيژانده وسله والو وواژه.

د کندهار امنيه قوماندان تادين خان وايي، برید کوونکي د پېښې له ساحې تښتېدلي دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

 

Comments