ارګ: ټاکنو ته مالي امکانات برابروو

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، حکومت د ټاکنو کمېسیون د مالي اړتیا پوره کولو ته چمتو دی.
تیره ورځ ماښام مهال ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ټاکنو کمېسیون له مسؤلینو سره په غونډه کې د ټاکنو پر څرنګوالي او د امنیت پر ټینګښت خبرې کړي.
ولسمشر غني ویلي، حکومت د ټاکنو کمېسیون د مالي اړتیا پوره کولو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
ټاکنو کمېسیون د بایو متریک د څېړنو په سیستم کې اویا سلنه پرمختګ کړی او وایي، د بایومتریک سیستم د انتقال لپاره یې له جرمني کمپنۍ سره خبرې وروستۍ کړې او حکومت اړ دی چې د بودجې غم یې وکړي.
اشرف غني ټینګار کړی چې د امنیتي او دفاعي منسوبینو په ګډون هیڅوک په ټاکنو کې د مداخلې حق نه لري او د هر ډول مداخلې په صورت کې به قانون پرې پلې کېږي.
غني ويلي، د ولسي جرګې ټاکنې به د قانون له مخې ترسره کېږي او د ټاکنو کمېسیون دفترونو د تړلو لپاره هیڅ ډول دلیل د منلو وړ نه دی.
دغه راز د امنیتي سکتور د ارګانونو منسوبینو او بهرنیو ځواکونو د ټاکنو پروسې د امنیت د ټینګښت په برخه کې خلکو، حکومت او د ټاکنو کمېسیون ته ډاډ ورکړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments