ارګ: ملي تدارکاتو کمېسیون د دوشي-بامیان سړک په ګډون څلور نور قراردادونه منظور کړل

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي تدارکاتو کمېسیون د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د ارګ په یوي خبرپاڼه کې راغلۍ دي چې: «په دې غونډه کې ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲ ملیارد افغانیو په ارزښت د ۲۵ کيلومتره په اوږدوالي د دوشي-بامیان سړک د شپږمې برخې د جوړولو تر څنګ درې نور قراردونه منظور کړل».
همداراز په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ماليې او عدلیې وزیرانو، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولېنو، دسیګار او غوڅ ملاتړ او د مشرانو جرګې د مالي ملي اقتصاد او بودجې کمېسیون څارونکو هم ګډون کړی وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply