ارګ: طالبان د نامشروع جګړې دوام غواړي

comments 0

هندوکش – کابل: د طالبانو پسرلني عملیاتو اعلان د نامشروع جګړې د دوام نښه ده .
ارګ د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو ته په غبرګون لیکلي، د افغان حکومت په نوښت او ټینګار افغانستان کې د تحمیلي جګړې د پایته رسولو لپاره هڅې په شدت سره دوام لري او دا ډله د متحدو ایالاتو له مذاکره کوونکي پلاوي سره په مستقیم ډول د سولې په مذاکراتو بوخته ده.
ارګ لیکلي، طالبان په داسې حال کې پر جګړې ټینګار کوي چې د افغانستان او اسلامي نړۍ جیدو علماوو د طالبانو جګړه فتنه ګڼلې او د دریدو غوښتنه یې کړې ده.
ارګ د طالبانو په لیکو کې له جنګیدونکو ځوانانو غوښتي چې ددغې ډلۍ د رهبرۍ او سیمه ییزو ملاتړو د موخو وسیله دې نه ګرځي او د خپلو خلکو د ویرې او وحشت لپاره دې نه وسیله کیږي.
له ارګه خپره شوې اعلامیه کې همداراز پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ شوی چې د خلکو د ساتلو لپاره دې ټول لازم تدابیر ونیسي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments