ارګ: طالبانو فرصت له لاسه ورکړ

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند په یو بیان کې ویلي چې طالبانو د سولې خبرو لپاره ور کړل شوی چانس له لاسه ورکړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاحسین مرتضوی وايي، طالبانو په وروستیو بریدونو سره کرښه ماته کړه او د سولې لپاره له ورکړل شوي فرصت یې ګټه وانخیسته.
مرتضوي رسنیو ته په لیږل شوي ویډیوي کليپ کې ویلي، ولس او حکومت پریکړه کړې چې طالبان سزا وویني.
د ارګ دا پریکړه د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ ده او ټینګار کوي چې طالبان دې په جګړه کې وځپل شي او له منځه دې یوړل شي.
عام افغانان وایي، طالبان د خپل واک نه دي او هیڅکله په خپله خوښه سوله نه شي کولای او د جګړې له لارې افغانان وژني او افغانستان ورانوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply