ارګ د کندز برید پلټلو لپاره پلاوی ټاکلی

comments 0

4 Views

هندوکش – کابل: ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې یې د دوشنبې ورځې د هوایي برید د پلټلو لپاره یې یو جګپوړی دولتي پلاوی ټاکلی.
ارګ وایي، برید پر کورنیو او بهرنیو طالبانو شوی، خو مني چې په پېښه کې یې د یو شمېر ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه هم رپوټونه ترلاسه کړي دي.
د ارګ د اعلامیې په پای کې ولسمشر غني په پېښه کې د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې بشپړه روغتیا غوښتې.
بله خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې په دې برید کې یوازې د مدرسې هغه طالبان او عادي خلک وژل شوي چې د دستار بندۍ غونډه کې راټول شوي وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments