ارګ: د کرونا سره د مبارزه لومړیتوب دی؛ د نوي کابینې په اړه سلا مشورې روانې دي

comments 0

هندوکش ــ کابل: تازه ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د کابینې پر جوړېدو له سیاسیونو سره خبرې او مشورې روانې دي، مګر اوس‌مهال د افغانستان د حکومت لپاره لومړیتوب د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هڅې دي.
د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال وایې: “حکومت د راتلونکې کابینې د جوړېدو په اړه سلا مشورو ته دوام ورکوي، ولې د اوس لپاره د حکومت ټول تمرکز له کرونا ویروس سره پر مبارزې دی، لومړیتوب له کرونا سره مبارزې ته ورکړل شوی دی.”
د ولسي جرګې مخکېني غړي ګل پاچا مجیدي وایې، له کرونا ویروس سره د مبارزې سربېره، سیاسي کړکېچ، له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د ټاکلو په اړه اختلاف او له زندانونو د طالب بندیانو د ازادۍ په سر د نظر اختلاف لامل شوی چې ولسمشر غني د نوې کابینې د جوړېدو په برخه کې د خپلې ژمنې په عملي کېدو کې پاتې راشي.
خو ښاغلی مجیدي ډاډ ورکوي چې تر راتلونکې اوونۍ به ارګ وتوانېږي چې نوې کابینه اعلان کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments