ارګ: د کابینې او د مصالحې عالي شورا د غړو پر سر اختلافونه پای ته رسیدلي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک او د نوي حکومت له جوړېدو کابو درې میاشتې تېرېږي، خو تراوسه د کابینې غړ معرفي شوي نه دي او د ملي مصالحې عالي شورا جوړښت هم په رسمي توګه اعلان شوی نه دی.
د مصالحې عالي شورا هم درې میاشتې مخکې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک د لاسلیک په پایله کې رامنځته شوه او د هغه مسوولیت عبدالله عبدالله ته ورکړل شو.
سرچینې وايي چې د غني او عبدالله ترمنځ اختلافونه د کابینې او د مصالحې عالي شورا د غړو په معرفۍ کې د ځنډ لامل شوی دی.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې اوس اختلافونه حل شوي دي. او ټاکل شوې ده چې ژر تر ژره د کابینې غړي معرفي شي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل:«د کابینې د بشپړېدو او د ملي مصالحې د غړو د بشپړېدو په برخه کې، موږ د پام وړ پرمختګ لرو. د دغو دوو برخو په هکله کار کابو وروستی شوی دی او ډېر ژر یې اعلان وو.»
د ملي مصالحې په عالي شورا کې سرچینې وايي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي، حاجي دین محمد، عطاالرحمان سلیم او یوه ښځه به د ملي مصالحې د عالي شورا د مرستیالانو په توګه غوره شي.
عبید رادپور

Comments