ارګ: د مولوي ریحان قاتلین دي اشد مجازات شي

comments 0

هندوکش – کابل: ارګ په یوه اعلامیه کې د مولوي ریحان شهادت غندلی او هغه یې یو باجراته دیني عالم یاد کړی دی.
د ارګ اعلامیې دا ډول چاودنې د دښمن وروستۍ وحشت ښودلی چې د خدای په کور کې په مسلمانانو بریدونه کوي.
د ارګ خبرپاڼه د ولسمشر له قوله لیکي چې مسوولو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې په دې تړاو جدي څېړنې وکړي.
ولسمشر لارښوونه کړې چې د مولوي ریحان د شهادت عاملینو پسې دې پلټنې وشي او له نیول کیدو وروسته دې اشد مجازات شي.
ارګ خبرپآڼې ډاډ ښودلی چې د ترهګرو دا ډول بریدونه به د دیني عالمانو غږ چوپ نه کړي او لا به دا غږ بدرګه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments