ارګ: د مسکو په څېر غونډې نه غواړي

comments 0

هندوکش – کابل: افغان حکومت د مسکو په څېر غونډو کې ګډون نه کوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، يوازې په هغو غونډو کې ګډون کوي چې د افغانستان د حکومت په محوريت کې جوړې شي.

ارګ ویلي، د افغان شخړې د هواري لپاره يوازې له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرو کې ګډون کوي او د مسکو په څېر راتلونکو غونډو کې ګډون نه کوي.

خو تېره اونۍ بیا د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور ویلي و چې، د مسکو په څېر د قطر راتلونکې غونډه کې د افغان حکومت استازي هم ګډون کوي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments