ارګ د طالبانو د اوربند هرکلی کړی

comments 0

هندوکش – کابل: طالبانو یوازې د اختر درې ورځې اوربند اعلان ته ځانګړې کړي چې په افغان امنیتي ځواکونو به بریدونه نه کوي.
د طالبانو له دې اعلان وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو له لوری د اوربند هرکلی وکړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري وایي، هر هغه اقدام چې د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکوي او وینه پرې دریږي افغان حکومت یې ملاتړ کوي.
افغان حکومت لومړی د اوربند پریکړه وکړه او افغان ځواکونو ته یې لارښوونه کړې چې د روژې له ۲۷م څخه د اختر تر پنځمې پورې پر طالبانو برید و نه کړي.
که د اوربند په موده کې پر افغان ځواکونو برید وشي ځواب به یې ورکوي.
له دې اوربند نورې ترهګرې ډلې مشتثنا دي او افغان ځواکونو ته امر شوی چې لشکر طیبه، القاعده او داعش وسله والو باندې بریدونو ته دوام ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments