ارګ: د سیاسي جریان په بدلېدو طالبانو ته په جمهوریت کې ځاى شته

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، که طالبان د سیاسي فعالیت په جریان بدل شي، د جمهوریت په چتر کې ورته د شاملېدو امکان برابرېږي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د طالبانو له خوا د نظام پر څرنګوالي بحث تر وخت مخکې ګڼي او وايي په کار ده، لومړی په افغانستان کې د روانې جګړې پر ختمېدو بحث وشي.
دې شورا دا څرګندونې داسې مهال وکړې، چې د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړي پرون په تهران کې یوه کنفرانس ته وویل، دوی په افغانستان کې د یوه ټولشموله نظام غوښتنه کوي، چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړای شي.
د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وویل: “طالبان د نظام پر میکانیزم تر تبصرو مخکې د دې خاورې د خلکو د وینو مسوول دي. د نظام پر چوکاټ اوس بحث تر وخت مخکې دی. فعلاً افغانان دې ته منتظر دي چې د جګړې دا ګرم اور مړ شي. جمهوريت په خپله دا مفهوم لري چې د سیاسي جوړښتونو هر تشکیل په کې ځاییدای شي. که طالبان د جنګي او ټروریستي بانډ پرځای د تفاهم او سیاسي فعالت په یوه جریان بدل شي. طبیعي ده چې د جمهوریت په چتر کې شاملېدای شي.”
د طالبانو یوه هیئت چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، ملا عبدالغني برادر یې مشري کوي تېره اوونۍ ایران کې دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments