ارګ: د زلمي خلیلزاد ورستیو څرګندونو سره غبرګون ښودلی دی

comments 0

هندوکش ـ کابل: ارګ د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د وروستيو څرګندونوته په غبرګون کې ویلي، د کابل او ننګرهار بریدونو کې د طالبانو له لاس لرلو څخه انکار د افغانستان د خلکو ته د منلو وړ نه دی.
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د ښاغلي‌ خلیلزاد تر څرګندونو څو ساعته وروسته پر خپل ټوېټر ولیکل چې د کابل ښار په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې پر ۱۰۰بستریز زېږنتون برید لا ډيرو څېړنو او وخت ته اړتیا لېدل کیږي.
خلیزاد په خپل ټوېتر لیکلي، چې د امریکا متحده ایالاتو د ازرونو له مخې د کابل او ننګرهار مرګونې بریدونه داعش ډلې کړي دي.
خو د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي بیا په خپل ټوېټر پاڼه وايي، دومره ژر او په عجله د طالبانو ډلې ته په خونړیو بریدونو کې له لاس لرلو برائت نشي ورکولای په کابل کې په سل بستریز روغتون برید زیاتو څېړنو او وخت ته اړتیا لري او امنیتي بنسټونه ورباندې کار کوي.
دا ډله په هیواد کې په بېلابېلو بڼو د اکثره بریدونو او تاوتریخوالي تر شا قرار لري او په اسانۍ سره دا ډله بې ګناه نشي ګڼلی. د کابل او ننګرهار وروستیو تروریستي بریدونو کې له لاس لرلو څخه د طالبانو انکار زموږ خلکو ته د منلو وړ نه دی.
ښاغلي خلیلزاد ویلي چې داعش د دا ډول بریدونو په تر سره کېدو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون مخالفت کوي او هڅه کوي چې د عراق او سوریې په څیر جګړه تر سره کړي.
د کابل او ننګرهار په بریدونو کې د نویو زېږدلو ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه ۵۶ تنه ووژل شول او ۹۰ تنه نور ټپیان شول شوي دي.
خلیلزاد په وینا، چې افغانان باید په خپل یوالي سره د داعش ګواښ ته ځواب ووايي: “نورې پلمې نشته. افغانان، او نړۍ، تر دې د ښو مستحقه دي.”
خو د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي زیات کړې چې د جګړې لاره طالبانو په خپله انتخاب کړې ده.
صدیق صدیقي لیکلي: “د افغانستان دولت هیڅ وخت د سولې پروسې څخه شاتګ نه دی کړی، بلکې په هیواد کې پایداره او باعزته سولې ته ژمن دی او اساسي ګامونه یې هم اخیستي دي. زموږ نیت سوله ده او هیڅوک دې زموږ په نېت شک نه کوي.”
سپوږمۍ پوپلزی

Comments