ارګ: د خورشید ټلویزیون پر خبریالانو برید په شدت غندلی

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان حکومت په کابل کې د خصوصي ټلوېزیون، خورشید پر کارکونکو برید وغانده.
د کابل د کلوله پشتې پر څلور لارې پرون (۱۳۹۹د غبرګولی ۱۱مه) مازدیګر د مقناطیسي ماین په چاودنه کې د خورشید ټلوېزیون یو خبریال او یو تخنیکي کارکونکی ووژل شول.
په چاودنه کې د همدې ادارې ۶ خبریالان زخمیان شوي دي.
دا پېښه په کابل کې د امریکا سفارت او د بخښنې نړیوال سازمان هم غندلې ده.
د خورشید ټلوېزیون مسئول محمد رفیع رفیق صدیقي کورنیو رسنیو ته په خبرو کې وویل چې پر همکارانو یې تروریستي برید شوی دی.
صدیقي زیاته کړه: “متاسفانه، په یوه تروریستي حمله کې زموږ دوه همکاران وژل شوي چې یو میر وحید شاه زموږ د اقتصادي چارو خبریال او بل زموږ تخنیکي همکار شفیق امیري وو، زموږ ۶ خبریالان زخمیان شوي دي.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند، دوا خان مینه‌پال وویل چې حکومت دا حمله په شدت غندي.
مینه‌پال وویل چې د پېښې په اړه څېړنې کېږي.
دی وویل: “د وروستي برید په اړه د څېړنې لپاره امنیتي ادارو ته سپارښتنه شوې، د بیان ازادي د افغانستان حکومت یوه لویه لاس ته راوړنه ګڼي او د دې لاس ته راوړنې او د رسنیو د کارکونکو خوندیتوب خپل مسئولیت ګڼي.”
په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت هم دا پېښه په شدت غندلې ده.
د سفارت په لنډ بیان کې چې پر توېټر خپور شوی، لیکل شوي چې پر رسنیو برید د افغانستان پر ازادۍ او پرمختګ برید دی.
د بخښنې نړیوال سازمان هم ورته بیان خپور کړی او لیکلي یې دي چې دا یو وحشتناک جنایت دی چې هغه خطرناک شرایط چې د افغانستان خبریالان ورسره مخامخ دي، څرګندوي.
عبید رادپور

Comments