ارګ: برید کول او بیا ترې انکار د سولې په نوم د طالبانو سټراټېژۍ ده

comments 0

هندوکش ــ کابل: افغان حکومت وايي، برید کول او بیا ترې انکار، د سولې په نوم د طالبانو د سټراټېژۍ یوه برخه ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ په کابل کې وروستۍ هدفي وژنې او بریدونه د طالبانو د “برید او انکار”په نوم د هغې سټراټېژۍ برخه بولي چې په خبره یې، د سولې په نوم یې مخته وړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: “له دې بریدونو موخه د وېرې، وحشت او ناهیلۍ خپرول دي او طالبان غواړي په دې کار سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او خلکو ترمنځ واټن پیدا کړي. ”
ښاغلی صدیقي زیاتوي، له دې کار د طالبانو بله موخه د افغانانو ترمنځ او په نړۍ کې د افغان حکومت ضعیف ښودل دي، څو له دې لارې دوی وکولای شي د سولې په خبرو کې بر لاسي و اوسي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، طالبان به په دې کار سره د خلکو له کرکې پرته بل څه په لاس را نه وړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال وايي: “طالبان حمله کوي او بیا ترې انکار. دا له مذاکراتو سره هممهاله د دوی پیل شوې سټراټېژي ده. دوی غواړي په دې کار سره د افغانستان نظام ضعیف وښيي. طالبان په دې کار سره د خلکو له نفرت تر لاسه کولو پرته بل لاس‌ته راوړنه نه لري. ”
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغانستان د ملي امنیت رییس او د کورنیو چارو وزیر د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، ډېری هغه کسان چې په هدفي وژنو کې لاس لري، د طالبانو او حقانې شبکې غړې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments