ارګ: افغانستان کې واک ته د طالبانو رسیدل خوب او خیال دی

comments 0

هندوکش ــ کابل: افغان حکومت وايي، د افغانستان اوسنی نظام دومره قوي دی چې وسله وال طالبان یې د خپلو ګواښونو په ترڅ کې له منځه نشي وړلی.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل دې هېواد اوس تغیر کړي او طالباني نظام د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی.
هغه زیاته که: “هغه ګواښونه چې د طالبانو له لوري موږ ته متوجې دي موږ یې درک کوو د دې لپاره چې طالبان اوس هم زموږ پر خلکو، عام ځایونو او ښارونو بریدونه کوي، نو دغه ډله بیا نشي راتلای او قدرت تر لاسه کولای نشي دا یو ناممکنه فرضیه ده.”
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپنه ماڼۍ کې وویل، که امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي احمتال شته چې طالبان بیا قدرت ترلاسه کړي.
ښاغلي ټرمپ ویلي، امریکا شل کاله په افغانستان کې وه نه غواړي چې شل کاله نور هم په افغانستان کې پاتې شي.
له بلې خوا درې امریکايي چارواکو د نوم نه اخیستو په شرط د ان بي سي نیوز سره د خپلو خبرو پرمهال ویلي هغه استخباراتي معلومات چې ترلاسه شوي د دې ښکارندوي کوي چې طالبان د لاسلیک شوې هوکړې پلي کولو ته ژمن نه دي.
په همدې حال کې د امریکا او روسیې حکومتونو په یوې ګډې اعلامیې کې ټینګار کړی چې د اسلامي امارات بیا راتګ ورته د منلو وړه نه دی او نړیواله ټولنه او ملګرو ملتونو به یې په رسمیت ونه پېژني، امریکا د تیرې اوونۍ د شنبې په ورځ له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې په راتلونکي ۱۴ میاشتو کې امریکایان له افغانستان څخه ووځي.
عبید رادپور

Comments