ارګون کې خلکو د اوربند غږ پورته کړی

comments 0

5 Views

هندوکش : هلته نن هم سوله غوښتونکي ولسي وګړي د افغان ځواکونو سره یو ځای د جګړې پر ضد راټول شوي او د جګړې د بندیدو غوښتنه کوي.
په غونډه کې د طالبانو او افغان حکومت بیرغونه هم پورته شوي خو طالبان له وسلو سره نه دي تر سترګو شوي.
داسې راپورونه هم شته چې طالبان هم دغه غونډه کې برخه لري خو وسلې یې نه دي راوړي.
د غونډې ګډونوال ټینګار کوي چې دوی به د سولې ولسي غونډې پراخه وي او هڅه به کوي چې د ښکیلو لوریو تر منځ یو ځل بیا اوربند وغځوي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments