اروپایي ټولنې، له ځنډ وروسته ولسمشر غني ته مبارکي ورکړه

comments 0

هندوکش – کابل: له یوې ورځې ځنډ وروسته اروپایي ټولنې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني بریا تایید کړه او هغه ته یې مبارکي ورکړه.
ولسمشر غني پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو امنیتي پالیسۍ جګپوړي استازي یوزیپ بوریل فونتیلس ورسره ټیلفوني خبري کړي دي او په افغان ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.
ولسشمر غني زیاتوي، چې بوریل سره یې د ټاکنو د پایلو اعلان ترڅنګ په افغان سولې، ټولنیز پرمختګ او نورو مسایلو باندې هم خبرې کړي دي.
اروپايي اتحادې غني ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ په یوې اعلامیه کې داهم ویلي دي چې دوی د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون کار ستایي چې د ننګونو او چیلینجونو باوجود یې ستر کار وکړ.
جوسیپ بوریل، دغه راز د ولسمشر غني دا ژمنه هم ستایلې ده چې ویلي و، داسې یو حکومت به جوړوي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شي او د ټولو خواو استازي پکې شامل اوسي.
دعه اروپایي چارواکي ولسمشر غني سره په خبرو کې ټینګار کړی دی چې د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته مهم اقدام د ټول شموله سولې پروسې د ملاتړ لپاره یو والی دی چې باید رامنځته شي.
دا لومړنی لوړ پوړی بهرنی چارواکی دی چې ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکوي

دغه راز له اروپایي اتحادې را وروسته په دوهم ځای کې بیا مخکښ امریکایي سناتور لېنډسي ګراهم قرار لري هغه هم ولسمشر غني ته د بریا مبارکي ورکړې او ډاکټر عبدالله یې ستایلی چې په یوې ”سختې مبارزې“ کې یې برخه اخېستې وه.
خو په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما د جمهوري ریاست د انتخاباتو د وروستۍ نتیجي د اعلان په هکله په اعلامیه کې ویلي دي چې د نوي حکومت هرکلی کوي او چمتو دی چې ګډ کار ورسره وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وړمه ورځ د افغان ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې چې پکې ولسشمر غني ۵۰ اشاریه ۶۴ سلنه رایې ترلاسه کړې او یوځل بیا د افغانستان لپاره د پنځو کلونو ولسمشر اعلان شو.
بلخوا د ولسمشر محمد اشرف غني د بیا ځلي له بریا وروسته نورو ټاکنیزو ټیمونو غبرګونونه وښودل او اعلان یې وکړ چې دوی د ټاکنو پایلې نه مني.
په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني سیال عبدالله عبدالله هم د خپلو پلویانو سره یوځای د ولسمشر غني پر ضد خپله بریا اعلانه کړه او وې ویل چې په شفافو رایو نوموړي ګټلې ده.
د یادولو ده چې ولسمشر غني له ورته مخالقتونو سره سره تېره شپه د انتخاباتو کمیسیون له لوري د ولسمشرۍ باور لیک یا وثیقه هم ترلاسه کړه.
سرچینه: خبریال ډات کام

Comments