اروپايي ټولنې له ټاکنو ملاتړ وکړ

comments 0

هندوکش ـ اروپا: اروپایي ټولنه افغانستان کې له ولسمشریزو ټاکنو او د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
تیره ورځ کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایدون د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال ادریس زمان سره کتلي او پر یو لړ مسلو یې خبرې کړي دي.
دواړو لوریو لند کې د تماس نړیوالې ناستې، د کابل بهیر دریمې ناستې چې ټاکل شوې د مارچ په اوومه به جوړه شي، د مسکو ناستې او د افغان سولې پروسې او ولسمشریزو ټاکنو کې د اروپایي ټولنې پر رول خبرې کړي دي.
مایدون ډاډ ورکړی چې اروپایي ټولنه به د افغان ولسمشریزو ټاکنو او سولې پروسه کې همکاري وکړي.
فکور نعیمی

Comments