اروپايي ټولنې له افغان حکومته دوامدار ملاتړ اعلان کړ

comments 0

هندوکش – کابل: ارګ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې اروپایي ټولنه چمتو ده ترڅو په بیلابیلو برخو کې د افغان حکومت ملاتړ وکړي.
تیره ورځ له غرمې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني مایکل میلبن افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازی او ددغې ټولني له سفیرانو سره ولیدل چې افغانستان ته د اروپايې ټولنې ځانګړي استازي په دې ناسته کې ویلي دي: په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له پرمختګونو ملاتړ کوو. او په دغه ډګر کې هر راز همکارۍ ته چمتو یو.
خبر زیاتوي چې په دغه کتنه کې چې په ارګکې ترسره شوې وه دواړو غاړو د پارلماني ټاکنو په کېدو، کابل پروسې او د هغې په راتلونکي، نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول اروپايي ټولنې سره د افغانستان په مناسباتو بحث او خبرې ګړي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پایله کې د کابل پروسې په ناسته کې د اروپايي ټولنې د هېوادونو د سفیرانو له فعال ګډون او ملاتړ څخه مننه وکړه او وویل چې د اروپايي ټولنې زحماتو له وجهې دغه پروسه کامیابه شوې ده.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply