اروپايي ټولنې افغان حکومت ته ډاډ ورکړی

comments 0

هندوکش – اروپا : اروپایي ټولنه حاضره ده چې د سولې خبرو اترو پر مهال او د سولې د موافقتنامې د پلې کولو برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني، د سولې د موافقتنامې په پلې کولو کې د اروپايي ټولنې او نړیوالو شریکانو رول اړین بللی دی.
تیره ورځ مازدیګر مهال د اروپایي ټولنې پارلماني پلاوي له ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې، ټاکنو او اصلاحاتو په اړه خبرې کړي دي.
په کتنه کې د اروپایي ټولنې پارلماني پلاوي د یادو مواردو په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې پروسې په اړه چمتووالی ښودلی او زیاته کړې یې ده چې اروپایي ټولنه حاضره ده د سولې د خبرو اترو پر مهال او د سولې د موافقتنامې د پلې کولو برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.
توریالی سحر

Comments