اروپايي ټولنه: په افغانستان کې یواځې د جمهوري نظام نه ملاتړ کوو

comments 0

هندوکش ـ کابل: دافغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پییر مایوډین چې په افغانستان کې یې خپل مامویت پای ته رسیدلی دی او افغانانو ته یې ډاډ ورکړی چې اروپايي ټولنه به د سولې تامین او د افغانستان د پرمختګ لپاره په خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه، د اروپایې ټولنې اساسي موخې له اساسي قانون، ډیموکراتیک نظام او د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ دی چې پکې وګړنیز حقونه، د ښځو او بشر حقونه په جدي توګه مراعتېږي، دغه زموږ ګډ هدف دی چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام دې لا نور هم پیاوړی شي.
پییر مایوډین د تلپاتې سولې د تامین په خاطر د افغانستان حکومت له هڅو څخه د اروپایې ټولنې د ملاتړ پر مهال زياته کړې، موږ د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له ټولو دیموکراتیکو بنسټونو او پروسو څخه ملاتړ کوو او دغه نظام ته پر بل هر جوړښت ترجیح ورکوو او تر څنګ به یې ولاړ وو.
له ارګ خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، همداراز ولسمشر غني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پییر مایوډین سره د مخه ښې کتنه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې له دوامداره همکاريو مننه کړې.
همداراز ولسمشر له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د دوامدارو او ستراتېژیکو مناسباتو په ځانګړي ډول په تېرو څو کلونو کې په مشترک ډول د ترلاسه شويو ارزښتونو او په افغانستان کې د انکشاف او ثبات په خاطر د دغې ټولنې د دوامدار تعهد، د بنسټونو د ظرفیت پیاوړي کولو او د ولسواک نظام او بشري حقونو د ارزښتونو په اړه د یادې ټولنې اصولي دريځ وستایه او د دغو اړیکو د لا پراختیا هیله یې وکړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments