اروپايي ټولنه: طالبان باید د خبرو مېز ته کیني

comments 0

هندوکش ــ کابل: په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي په تلویحي یا نا مستقیم ډول له طالبانو غوښتي چې بېرته د خبرو مېز ته وګرځي.
له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې دوحه کې د سولې بین‌الافغاني خبرې په ټپه ولاړې دي او دې مسئلې پر افغانانو سربېره د افغانستان د دولت نړیوال شریکان هم اندېښمن کړي دي.
رولاند کوبیا بهرنیو هېوادونو ته د طالبانو د سفرونو په غبرګون کې ویلي، “سوله او د افغانانو په خوښې د یوې حل لارې موندل، له افغانانو سره د خبرو د مېز له لارې شونې ده”.
کوبیا تېر ماخوستن په یوه ټویټ کې لیکلي، “بهرنیو هېوادونو ته سفرونه هغه بشپړ حاکمیت بېرته نه‌شي ترلاسه کولای چې له ډېره وخته‌یې تمه کېږي او دغه‌راز بهرنی اغېز هم نه‌شي کمولای”.
کوبیا خپل دغه ټویټ هم په کابل کې د ایران د پخواني سفیر محمد رضا بهرامي د ټویټ په ځواب کې کړی.
بهرامي هم لیکلي “که طالبان غواړي ثابته کړي چې له خپل تېر حالته‌یې فاصله اخیستې او په رښتیا سیاسي هوکړې ته ژمن دي، باید د سولې خبرو ته بیا وګرځي او له جګړو لاس واخلي”.
د طالبانو د قطر دفتر مشرتابه په دې وروستیو کې پاکستان، ایران، روسیې او ترکمنستان ته سفرونه وکړل او د دې سفرونو پر مهال افغان دولت هم وویل چې طالبان باید د دې کار پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکړي.
عبید رادپور

Comments