اروپايي ټولنه د کرونا د مخنیوي لپاره له افغانستان سره مرستې کوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایډون او د اروپايي هېوادونو نورو سفیرانو د کورونا پر وړاندې د افغان حکومت اقدامات ستایلي او په دې برخه کې یې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر غني له پیري مایډون او د اروپايي اتحادیې له نورو سفیرانو سره په ارګ کې کتلي او د کورونا پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ یې، د ټاکنو او مرکچي پلاوي په اړه هم بحث کړی دی.
د اروپايي هېوادونو سفیرانو په دې لیدنه کې ویلي، افغانان د سولې په تړاو په دې ورځو کې تر بل هر وخته زیات یووالي ته اړتیا لري.
دوی د افغانستان لپاره یوه سیاسي اجماع مهمه بللې او ویلي یې دي، د مرکچي پلاوي اعلانېدو د سولې په برخه کې یو بل مثبت ګام اخیستو ته لار هواره کړې ده.
تر دې وړاندې مالیې وزارت یوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې چین د کورونا پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره همکاي کوي.
افغان حکومت په هېواد کې د کورونا ویروس د لومړنۍ مثبتې پېښې له ثبتېدو سره سم د دغه ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره ۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړل. هرات، نیمروز، فراه، غور او بادغیس هغه ولایتونه دي چې د کورونا ویروس د خپرېدو ګواښ په‌کې شته او حکومت هم د یادو ولایتونو لپاره ۵۶۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نیولي دي.
اوس په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۱۰ ته لوړ شوی دی. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات د تشخیص په مرکز کې ۴۸ شکمنې پېښې وکتل شوې چې له ډلې یې د ۲ ښځو په ګډون، ۱۴ هغه مثبتې دي.
د نوموړي په وینا، ۱۱ تازه پېښې په هرات او ۳ نورې په فراه ولایتونو کې ثبت شوې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments