اروپايي ټولنه: افغانستان کې پر ملکي وګړو د برېدو ډېرېدو مسؤلین طالبان دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر وايي، په دې هېواد کې باید تاوتریخوالی ودریږي.
دې ټولنې په جلال اباد کې د رسنیو د درېيو ښځينه کار کوونکو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې پر ملکیانو د حملو مسؤلین طالبان دي.
دغې ټولنې د چهارشنبې (د کب ۱۳مه) په ماښام په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د رسنیو د درېيو کار کوونکو مرسل واحدي، شهناز روفي او سعدیه سعادت وژنه سخته خواشینوونکې پېښه ده.
د انعکاس ټلوېزیون دا کار کوونکې د مارچ په دوهمه نېټه د سې شنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې په ډزو ووژل شوې.
که څه هم طالبانو په جلال اباد ښار کې پر ښځينه خبریالانو د حملې مسئولیت رد کړی، خو اروپايي ټولنې په دې اعلامیه کې ویلي چې طالبان په مستقیمه او یا هم د اوربند په مخالفت سره د ملکیانو د مرګ ژوبلې او هدفي حملو مسؤل دي.
د اروپايي ټولنې اعلامیه زیاتوي، چې په ډسمبر میاشت کې وروسته له هغه چې خبریاله ملاله میوند ووژل شوه، دا حملې ښيي چې د رسنیو کار کوونکي، په ځانګړي توګه ښځې، له څومره زیانمنونکي او خطرناک وضعیت سره مخامخ دي.
طالبانو د اروپايي ټولنې دې اعلامیې ته ځواب نه دی ویلی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments