ارمنستان افغانستان ته د افغان ځواکونو د روزنې لپاره سرتیري واستول

comments 0

هندوکش ـ ارمنستان: د ارمنستان د دفاع وزارت په یو اعلامیه کې ویلي،چې افغانستان ته د سرتېرو لېږلو هدف یواځې د افغان ځواکونو د روزنې په پروګرامونو کې برخه اخلي.
د ارمنستان پوځيان په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې فعالیت کوي.
د ارمنستان ځواکونه اکثر په مزار شریف کې خدمت کوي. سره له دې چې ارمنستان د ناټو تړون غړی نه ‌دی، خو په افغانستان کې د ناټو له پوځي ماموریت سره همکاري کوي.
د ناټو تړون پر وېب‌پاڼه لیکل شوي چې اوس‌ مهال په افغانستان کې څه باندې ۱۵،۰۰۰ عسکر لري او ۱۲۱ تنه‌ یې د ارمنستان دي.
فضل احمد الکوزی

Comments