ارغنداب کې سخته نښته شوې

comments 0

هندوکش – زابل :د زابل ارغنداب ولسوالۍ کې د جګړې په مهال د پولیسو په ګډون ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د ارغنداب ولسوال امیر جان الکوزي وویل، تېره شپه لسګونو وسله والو د یادې ولسوالۍ اړوند د “باغ بازار” سيمې پر دوو پوستو بریدونه وکړه.
هغه وايي په دغو بریدونه کې شپږ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
د ولسوال په خبره د جګړې په مهال یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عبدالله اڅکزې

Comments

Leave a Reply