ارغنداب کې د طالبانو برید په شا تمبول شوی

comments 0

هندوکش – زابل: د زابل سیمه ییز چارواکي وایي، په ارغنداب ولسوالۍ کې افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې پنځه طالبان وژل شوي او ټپيان دي.
د ارغنداب ولسوال امیر جان الکوزی وايي، وسله والو تېره ورځ له غرمې وړاندې د یادې ولسوالۍ ” لغړ بابا، شنه ټاټو، او سه کېچه” سيمو پر امنيتي پوستو بریدونه وکړل چې له امله یې جګړه د غرمې تر یوې بجې وغځېده.
د ولسوال په خبره، په جګړه کې دوه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي، خو امنيتي ځواکونو ته کوم زیان نه د ی اوښتی.
عبدالله اڅکزې

Comments

Leave a Reply