ارزګان کې ۹ ترهګر طالبان وژل شوي

comments 0

32 Views

هندوکش ـ ارزګان: د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کي د افغان هوايي ځواکونو بریدونو کي (۹) وسله وال طالبان وژل شوي او (۱۵) نور ټپیان شوي دي.
سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحی علوي وویل چي دغه هوايي بریدونه د مرکز ترینکوټ اړوند په یک لینګه سیمه کي افغان هوايي ځواکونو د طالبانو مورچلي په نښه کړي چې په مهال یې ۹ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي.
د ترینکوټ اړوند یوه بله سیمه کفترخانه کې بیا هوايي بریدو یوازې درې وسله وال ژوبل کړي.
دغو بریدونو کي طالبانو ته د ځاني زیان تر څنګ مالي زیان هم اوښتی او ډېری نقلیه وسایط، وسلې او مهمات یې هم له منځه تللي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments