ارزګان کې ۸ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – ارزګان: د ارزګان پولیس وایي، له افغان ځواکونو سره په نښته کې اته طالبان وژل شوي او۷ نور ټپيآن دي.
د ارزګان پولیس وايي، تېره ورځ ناوخته طالبان د مرکز په ترینکوټ څو پوستو باندې ډله ییز بریدونه وکړه چې په ځوابیه بریدونو کې طالبان مات شول او ۱۵ کسانو ته یې مرګ ژوبله واوښته.
د ارزګان د پولیسو مشر رحمت الله صدیقي وايي، د طالبانو بریدونو ډیر وخت دوام و نه کړ او افغان ځواکونه وتوانیدل چې په لږ وخت کې طالبان مات کړي.
د صدیقي په خبره، په دې جګړه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.

Comments

Leave a Reply