ارزګان کې ۳۷ طالبان وژل شوي

comments 0

3 Views

هندوکش ـ ترینکوټ: د ارزګان خاص ارزګان او چورې ولسوالیو کي۳۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي

. په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولین وایې، د ارزګان په خاص اروزګان او چورې ولسوالیو کې د ځمکنیو او هوایې بریدونو په مهال ۲۴ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د قول اردو ویاند یحی علوي وویل، دغه چاڼییز عملیات د نصرت په نوم د پیل شوو عملیاتو یوه برخه ده او د تیرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د خاص ارزګان او چوري ولسوالیو په یوشمیر سیمو کې شوي دې

طالبانو بیا تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي.

ځايي خلک وایي، د کورنیو طالبانو تر څنګ په وژل شویو کې د پاکستانیانو مړه جسدونه هم شته دی او په سیمه کې پراته دي.

Share this page to Telegram

Comments