ارزګان کې ۱۶ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – ارزګان: د ارزګان چارواکي وايي، په چورې ولسوالۍ کې ۱۶ طالبان وژل شوي دي.
د چورې ولسوال امین الله خالقي وویل تېره شپه دوه بجې وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو په امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي او جګړه تر سهاره روانه وه.
ولسوال وايې، په نښته کې پنځه پولیس او درې د ملي اردو سرتیرې شهیدان شوي ۴ پولیس او ۴ د ملي اردو سرتیرې ټپیان دي.
خالقي وایې، ددوی د معلوماتو له مخې په نښته کې ۱۶ طالبان هم وژل شوي دې.
د چورې ولسوال وایې، طالبانو یوځل بیا ددغي ډلي د پخواني مشر ملاعمر د زوی ملایعقوب په مشرۍ په یادې ولسوالۍ ډله ییز بریدونه پيل کړي او یوشمیر سیمې یې هم نیولي.
د ولسوالی مسوولین غوښتنه کوي چي نور مرستندویه ځواکونه دي دغي ولسوالی ته ورسیږي څو جګړه کابو کړي.
د ولسوال په خبره، په جګړه کې د طالبانو په لیکو کې پاکستانيان هم شته دی .
عمران احمدزی

Comments