ارزګان کې یو کس په خپلې کورنۍ برید کړی

comments 0

4 Views

هندوکش – ارزګان: راپورونه وایي، په ارزګان کې یو تن د خپلې کورنۍ دریو غړو ته مرګ ژوبله اړولې.
د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند په دور افشان سیمه کي د موسی کلیم په نوم یو ځوان خپله یوه خور وژلې؛ یو بله خور او مور یې سختې ټپيانې کړي دي.
د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي پېښه د کورني تاوتریخوالي په پایله کې رامنځ ته شوې ده .
نوموړی وایي پېښه تېره ورځ نا وخته رامنځ ته شوې او مجرم کس ځکه نه دی نیول شوی چي سیمه پر سیمه طالبان حاکمیت لري.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments