ارزګان کې یو کس خپله ډاکټره میرمن وژلي

comments 0

هندوکش – ارزګان: د ارزګان پولیس وایي، په مرکز ترینکوټ کې یو کس د خپلې میرمنې مرۍ پرې کړې او ماشومان یې له ځان سره اخیستي او تښتیدلی دي.
دا پېښه د ترینکوټ لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې تېره ورځ ماسپښین رامنځ ته شوې ده.
د لومړۍ حوزې د پولیسو مشر دل اغا وویل، وژل شوې ښځه او خاوند یې د دهراوود ولسوالۍ اوسیدونکي دي.
وژل شوې ښځې درې ماشومان درلودل چې خاوند یې له ځان سره وړي دي.
د ولایتي روغتون مسوولین بیا وایي، وژل شوې ښځه له دوی سره نرسه وه، اوس یې دنده خوشې کړې وه او په کور کې یې معاینه خانه جوړه کړې وه.
عبدالله اڅکزۍ

Comments

Leave a Reply