ارزګان کې پر طالبانو بریدونه شوي

comments 0

هندوکش – ارزګان: سویل کې د پوځ مسوولین وایي، اروزګان کې د افغان هوايي ځواکونو د هوایي برید پر مهال ۱۲ وسله وژل شوي دي.
د ۲۰۵اتل قول ارو قوماندانۍ ویاند خواجه یحیا علوي وايي تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د مرکز ترینکوټ اړوند ” محمدنبي خان اډه، شاه ظفر او درازجوی” سیمو کې پر طالب وسله والو بریدونه کړي.
علوي وایي چې په دغو بریدونو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او د وسله والو دوه پټنځایونه له منځه وړل شوي.
د ارزګان په مرکز ترینکوټ او اړوند ولسوالیو کې د طالبانو پرضد عملیات زیات شوي او ځینو سیمو کې سخت ځپل شوي دي.
عمران احمدزی

Comments