ارزګان کې پرطالبانو هوایي برید شوی

comments 0

86 Views

هندوکش – ارزګان: راپورونه وایي، ارزګان کې هوايي بریدونو ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کې د طالبانو د یو سیمه ییز قومندان ملاعزت الله ډلې ۳ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحی علوي وویل چې دغه بریدونه تېره ورځ د خاص ارزګان ولسوالۍ په چهار آسیاب سیمه کې شوي چې د وسله والو مهم پټن ځای هم په بشپړ ډول ویجاړ شوی.
طالبانو بیا تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments