ارزګان کې پرطالبانو هوایي برید شوه

comments 0

هندوکش – ارزګان: ملي دفاع وزارت وایي، اروزګان کې د هوايي بریدونو پر مهال اته وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په سوېل کې د ۲۰۵اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند خواجه یحیاعلوي وايي، تېره شپه افغان هوايي، ځواکونو د روزګان ولایت په “خاص روزګان” ولسوالۍ کې پر وسله والو بریدونه کړي، چې پر مهال یې پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د علوي په خبره؛ د یادو بریدونو په ترڅ کې د وسله والو دوه پټنځایونه او یو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
په وژل شویوکې د طالبانو یو مهم قومندان هم شامل دی چې ډیرو قتلونو او ورانکارو کړنو کې یې لاس درلود.
عمران احمدزی

Comments