هندوکش ـ ترينکوټ: د افغان پوځ هوایي بریدونو ۱۱ وسله وال طالبان وژلي.
بریدونه مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحی علوی وویل چي تېره ورځ په چوره ولسوالی کي افغان هوایي ځواکونو د وسله والو طالبانو درې پټنځایونه په نښه کړي چي په مهال یې ۸ طالبان وژل شوي دي.
د مرکز ترینکوټ په لویدیځه برخه تالاني کي بیا (۳) وسله وال طالبان وژل شوي او (۲) نور ټپیان شوي دي.