هندوکش – ارزګان: طالب وسله والې ډلې ارزګان او اړونده ولسوالیو کې ۵۸ روغتیایي مرکزونه خلکو پر وړاندې تر نامعلومه مودې وتړل.
داکتر امین توخې د ارزګان د ملکي روغتون مشر وایي: د طالبانو د وروستي اخطار وروسته یې نن سهار د ولایتي روغتون دروازه هم د خلکو پر مخ وتړل سوه.
نوموړې طالبانو لخوا د روغتون د تړلو لامل نه وایې ، خو زیاتوي چې نن سهار ورته طالبانو ویلي که روغتون ونه تړل نو په تورلیست کې به داخل سي.
د ولایتي شورا وکیلان او ناروغان پر دولت نیوکه کوي او وایې چې د روغتیایې مرکزونو دتړل کیدو په مخنیوي کې پاتي راغلي او د طالبانو لخوا ددغه اقدام ترسره کیدل د ځایې ادارې لپاره د خطر زنګ بولي.
په دې اړه د اروزګان دولایتي شورا غړي هم د طالبانو لخوا د روغتیایې مرکزونو تړل د اندیښني وړ بولي او پر طالبانو ږغ کوي چې دغه روغتیایې مرکزونه بیاځلي د خدماتو د وړاندي لپاره ورته اجازه ورکړي.
د یادونې وړ ده چې تردې مخکې هم طالب وسله والو ډلو روغتیايې خدمتونو ترڅنګ د حکومت ښوونیز خدمتونه هم ځینو ولایاتو کې ځندولي وو.
عمران احمدزۍ
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.