ارزګان کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش_ارزګان: ارزګان کې د افغان کومانډو او بهرنیو ځواکونو ګډو عملیاتو کې ۲۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ارزګان کې د پوځ مسوولین وایي، دا عملیات تیره ورځ د ارزګان مرکز اړوند ترینکوټ چېنو او څاګي سیمو کې شوي دي.
د دوه سوه پنځه اتل قول اردو له لوري خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د افغان کومانډو ځواکونو سره د بهرنیو هوايي ځواک هم ملتیا کړې ده.
د سرچېنې په خبره په ټوله کې څوارلس طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
امیرحسین سلجوقی

Comments