ارزګان کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش _ ارزګان: راپورونه وایي، ارزګان کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې دوه طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۵ تندر قول اردو مسوولین وایي، نښته په خاص ارزګان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې چې یو بل طالب پکې ټپي شوی دی.
دا نښته تېره ورځ ناوخته رامنځ ته شوې چې افغان ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اووښتې.
خاص ارزګان ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد عملیات روان دي چې زیاتې سیمې له طالبانو نیول شوي دي.
ننګیالی کوهنورد

Comments