ارزګان کې طالبان دولتي ځمکې پلوري

comments 0

هندوکش – ارزگان: ارزګان کې وسله والو طالبانو ته منسوبې ډلې دولتي ځمکې پلوري او له دې درکه زیاتې پيسې په لاس راوړي.
د مرکز ترینکوټ اوسیدونکي وایي، طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې د دولتي ځمکو په پلور ته بډې وهلي او په خلکو یې په ارزانه بیه پلوري.
د مرکز ترینکوټ اړوند د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې طالبانو د ځمکو پلور پيل کړی، خو دولتي چارواکو خبرداری ورکړی چې ځمکې دې خلک نه اخلي.
د امنیه قومندانۍ او ولایت مقام خبرداری دا دی، که دا سیمې د دولتي ځواکونه لاس ته ورغلې، له خلکو به بیرته ځمکې راوګرځوي.
له ټولو خلکو غوښتنه شوې چې طالبانو ته په دولتي ځمکو باندې پیسې ور نه کړي، او هر هغه چا چې دا کار وکړ، ځمکې ترې بیرته ګرځيږي او د بندي کیدو احتمال یې هم شته.
عمران احمدزې

Comments

Leave a Reply