ارزګان کې شپني عملیات شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ترينکوټ: د ارزګان مرکز ترینکوټ لویدیځ ته په حرم شاه او حاجیانو کلیو کې بهرنیو ځواکونو شپنیو عملیاتو کې دیرش طالبان وژلي دي.

د ارزګان امنیه قوماندانۍ امنیت امر عبدالقوي عمري وویل، د بهرنیو ځواکونو له لوري دغه عملیات تیره شپه د طالبانو پر پټنځایونو شوي دي.

د امنیت امر وایي، په دې عملیاتو کې ولسي وګړو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Share this page to Telegram

Comments